سیمه ییز خبرونه

ولسمشر حامد كرزى: د بګرام په زندان كې افغان بنديان د خپل هېواد پرضد جګړه زده كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر وايي، د بګرام زندان د طالب جوړولو فابريكه ده. دا څرګندونې په داسې حال كې كېږي، چې څه موده وړاندې د بګرام د زندانيانو د څېړلو كمېټې يو شمېر بنديان خوشې كړل او وايي، يو شمېر نور به هم خوشې كړي.

ولسمشر حامد كرزى وايي، په دې زندان كې افغان بنديان د خپل هېواد پرضد جګړه زده كوي او د افغانستان حكومت به اجازه ورنه كړي، چې امريكا د خپلو موخو لپاره خلك دغه زندان ته واچوي.

هغه زندان، چې له بنديانو يې طالبان جوړېږي او هغه بنديان، چې خوشي كېږي. حامد كرزى وايي، د بګرام زندان د طالب جوړولو فابريكه ده. هغه له وسله والو سره د خوشي شويو بنديانو يوځاى كېدل هم ردوي او وايي، دا د لوېديځ تبليغات دي.

حامد كرزى وايي، چې له شپږو كلونو را په دېخوا د بګرام زندان د تړلو هڅه كوي او دا زندان به وتړي.

له څه مودې راپه دېخوا د بګرام له زندان څخه د طالب بنديانو خوشې كېدو د مدني ټولنې يو لړ نيوكې را وپارولې، هغه څه، چې وېل كېږي د دغو بنديانو په خوشې كېدو سره به په هېواد كې امنيتي حالت د خرابۍ په لور لاړشي.

Trending

Exit mobile version