پرمختګ او بشپړتیا
آریانا تلویزیون ملي گټو ته لومړیتوب ورکړی- حامد كرزى
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بیات رسنیز مرکز، چې پر نړیوال ستندرد برابر دی او د افغان انجنیرانو له خوا جوړ شوی، د ولسمشر له هرکلي سره مخ شو.
افغان ولسمشر وایي، د افغانستان رسنۍ له بشپړې آزادۍ برخمنې دي او باید د هېواد د خلکو په گټه وكارول شي.
ولسمشرهمدارنگه وایي، آریانا تلویزیون د تېرو څو کلونو راهيسې په خپلو خپرونو کې ملي گټو ته لومړیتوب ورکړي.
ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د بیات رسنیز مرکز د پرانستې پر مهال وويل:
د بیات رسنیز مرکز په افغانستان کې د رسنیو د ودې لپاره مهم گام دی.
ولسمشر حامد کرزی همدا راز په تېرو څو کلونو کې د ملي گټو د پیاوړتیا لپاره د آریانا ټلویزیون رول ارزښتناک بولي.
په وروستیو دولس کلونو کې آزادو رسنیو د پام وړ وده کړې او افغان حکومت هم دا د خپلو لاسته راوړنو ستره برخه بولي.