تازه خبرونه

ولسمشر خبريالانو ته مډالونه ورکړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو شمېر خبریالانو ته دولتي مډالونه ورکړل.

 ولسمشر ژمنه وکړه چې د یوه ځانګړې مرکز په جوړولو سره به له اداري فساد سره مبارزه لا پسې چټکه کړي. ده د اداري فساد د مخنیوي په هکله له رسنیو څخه د مرستې غوښتنه وکړه. په همدې وخت کې لویه څارنوالي وايي چې له دوی سره د بېلا بېلو مقامونو اواشخاصو دوسیې شته،خو تر اوسه هېڅ خبریال له دوی سره جرمي دوسیه نه لري.

د اریانا نیوز خبریاله فرحناز فروتن د ملالۍ په مډال، دغه راز له طلوع نیوز څخه ولي آرین، لهشمشاد ټلویزیون څخه شکیلا شېرزاد، له هشت صبح څخه ظفر شاه رويي، له پژواک خبري آژانس څخه ځیرک فهیم، له یک ټلویزیون څخه بشیر احمد قاساني او له سلام وطندار څخه هم وحیده فیضي په نورو دولتي مډالونو وویاړل شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل: “د اداري فساد هغه موارد چې د رسنیو له خوا خپرېږي، په جدي توګه به وڅېړل شي.”

ولسمشر اشرف غني زياته کړه: “د خبریالانو د صندوق له پاره به په نړیواله کچه کمپاین کوو.”

ارګ په داسې حال کې یو شمېر خبریالان وستایل چې لاهم په افغانستان کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

Trending

Exit mobile version