سیمه ییز خبرونه

ولسمشر دی د خلکو د دښمنانو پر وړاندې خپل سیاست روښانه کړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشره يا له مونږ سره اوسه يا هم له طالبانو سره. دا شعار د مدني ټولنو ځينو فعالانو په كابل كې په يوې غونډه كې د كونړ په ولايت كې د ملي اردو د ۲۱ سرتېرو د وژل كېدو په غبرګون كې وركړ.

په كونړ ولايت كې د ملي اردو د ۲۱ سرتېرو د وژل كېدو په اعتراض كې د مدني ټولنې فعالانو توند غبرګون وښود، دوی له ولسمشر حامد كرزي غواړي، چې د خلكو د دښمنانو پر وړاندې خپل سياست روښانه كړي.

د ملي اردو ۲۱ سرتېري په كونړ كې وروسته له هغه ووژل شول، چې استخباراتي ادارو درې اوونۍ مخكې له دې پېښې د خطر زنګ وهلى و، خو په دندو كې غفلت د هغوی ژوند واخيست.

د مدني ټولنې فعالان له حكومت څخه غواړي، چې د دې هېواد له سرتېرو لازم ملاتړ وكړي.

لاريون كوونكو همدا راز له حامد كرزي وغوښتل، څو نور د خلكو دښمنان شهيد او ناراضي ورونه ونه بولي.

كه له يوې خوا دې پېښې ته غبرګونونه جدي دي، د افغانستان دفاع وزارت هم لاس تر زنې نه دى ناست او د ملي اردو نهه جګپوړي افسران يي په دندو كې د غفلت په جرم ګوښه كړي دي، خو د مدني ټولنې فعالان او د وژل شويو سرتېرو كورنۍ دا اقدام كافي نه بولي.

Trending

Exit mobile version