سیمه ییز خبرونه

ولسمشر دې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشيح او نافذ كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د آزادو رسنيو ملاتړ اداره ( نى) د مدني ټولنې شبكه او د بشري حقونو خپلواك كميسيون پر ولسمشر حامد كرزي غږ كوي، چې د يوه تقنيني فرمان له مخې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشيح او نافذ كړي.

د افغانستان د بشري حقونو او مدني بنسټونو استازيو له روښانفكرو سره په گډو هڅو اطلاعاتو ته د لاسري قانون طرحه چمتو كړې ده.

د مدڼي ټولنې رييس نعيم نظري وايي:

دا طرحه د اطلاعاتو او كلتور وزارت له لارې عدلې وزارت ته هم رسيدلې.

د نۍ موسسې رييس صديق الله توحيدي وايي:

خبريالان د دغه قانون تصويب او نافذوالى د ژورناليستيكو فعاليتونو لپاره ډېره ارزښت ناك بولي.

نوموړى زياتوي، چې د دغه قانون نافذوالى په دې شرايطو كې، چې ولسمشرۍ ټاكنې په مخ كې لرو ډېر مهم دى.

د ولسي جرگې غړې فوزيه كوفي هم له دغې طرحي ملاتړ كوي او وايي:

كه دا قانون نافذ شي، خلك به د ټاكنو په باب ډېر معلومات تر لاسه كړي.

اطلاعاتو ته د لاسري د قانون په طرحه كې ويل شوي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو كانديدان مكلف دي، چې د خپلو ټاكنيزو كمپاينونو د لگښتونو په باب په پوره شفافيت خلكو ته معلومات وړاندې كړي.

Trending

Exit mobile version