تازه خبرونه

ولسمشر د تذکرو وېش په خپله غاړه اخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې رئیس وایي، ولسمشر ورته ویلي چې د برېښنایي تذکرو وېش د ده د کار له لومړیتوبونو څخه دي.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه د کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونه دا پروسه پیل کړي؛ خو عبدالروف ابراهیمي وایي، ولسمشر ویلي چې دا وزارتونه نشي کولای برېښنایي تذکرې وویشي، او دا چاره به د ولسمشرۍ له دندو څخه وي.
که څه هم چې د افغانستان تېر حکومت په وار وار د برېښنایي تذکرو د وېش په اړه خبر ورکړ؛ خو هیڅ کله هم پر دې بریالی نشو چې دا پروسه پیل کړي. خو اوس نوی ولسمشر په پام کې لري چې د تذکرو د وېش لپاره خپله لاس په کار شي او دا یې په خپلو لومړیتوبونو کې راوستې ده.
همدا راز د ولسي جرګې یو شمېر غړي له ولسمشر احمدزي څخه غواړي چې ژر تر ژره د کابینې وزیران ولسي جرګې ته د باور د ترلاسه کولو لپاره وروپېژني؛ خو دوی وایي چي باید هغه کس د کاندید وزیر په توګه معرفي نه شي چې دوه ګونی تابیعت لري.
ولسمشر د لوړې د پر ځای کولو په مهال ویلي و چې تر ۴۵ ور ځو پورې به نوي وزیران معرفي کړي.

Trending

Exit mobile version