تازه خبرونه
ولسمشر د جلريز ولسوالۍ د وروستۍ پېښې څېړلو ته پلاوى ټاکلى
ولسمشر محمد اشرف غني د ميدان وردگولايت د جلريز ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د هر اړخیزې څېړنې په موخه پلاوى ټاکلى دى.
تېره پنجشنبه وسلوالو مخالفينو د ميدان وردگو په جلریز ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړ، يو شمېر پوستې يې ونيوې او د چارواکيو په وينا له شل ډېر سيمه ييز پوليس يې ووژل.
چارواکي وايي، چې يادې پوستې يې بېرته نيولي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني يو پلاوي ټاکلی، چې د دغې پېښې عوامل او انگیزه په هر اړخيز ډول وڅېړي.
سرچينه زياتوي، دغه پلاوی به د ولسمشر په حکم د ژورې څېړنې په موخه جلريز ته ولاړ شي.
ولسمشر پلاوي ته امر کړى، چې د وردگو د والي، ولايتي شورا، ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ د جلریز ولسوالۍ امنيتي حالت وڅېړي، اوښتې مرگ و ژوبله او زيانونه معلوم او په اړه يې ولسمشرۍ مانۍ ته راپور ورکړي.