تازه خبرونه
ولسمشر د پاکستان د ژمنو عملي کیدو ته خوشبینه دی
ولسمشر د پاکستان د ژمنو عملي کیدو ته خوشبینه دی
افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني د پاکستان د هغو ژمنو عملي کیدو ته په تمه دی چې د افغانستان د سولې د خبرو په هکله یې له افغان چارواکو سره کړي دي.
یو شمیر سیاسي څیرو چې تیره ورځ یې له ولسمشر سره لیدلي، وايي چې ولسمشر د پاکستان د ژمنو عملي کیدو ته خوشبینه دی.
افغان ولسمشر اشرف غني، له جهادي، ملي او سیاسي شخصیتونو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د سولې بهیر یوې منظمې او هر اړخیزې نقشې ته اړتیا لري.
یو شمیر کسان چې د ولسمشر سره یې لیدلي وايي چې هغه د سولې په هکله د خپلو خبرو زیات وضاحت ونه کړ؛ خو په نوې بڼه د سولې د بهیر په پیلولو یې ټینګار وکړ.
دغه کسان وايي چې ولسمشر پاکستان او نورو هیوادونو ته د خپلو سفرونو په هکله وضاحت ورکړ . دوی وايي ولسمشر د پاکستان د ژمنو عملي کیدو ته په تمه او په احتیاط خوشبین دی.
ولسمشر له دغو رهبرانو او شخصیتونو سره په خبرو کې ویلي چې دی د یوې کاري او وړ کابینې د جوړلو لپاره هڅې کوي.