تازه خبرونه
ولسمشر غني او بابېل ګیتس په افغانستان کې پر پولیو وغږېدل
افغان ولسمشر اشرف غني د مایکروسافت شرکت او د بیل او ملینډا ګېټس له بنسټوال سره د ویډیویي کنفرانس له لارې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو له ګوزن سره پر مبارزه خبرې وکړې.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړو لوریو اندېښنه څرګنده کړې، چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې څو برابره وې؛ ځکه طالبانو تر خپلې څارنې لاندې سیمو کې د پولیو واکسین کارکوونکیو ته اجازه نه ورکوله.
په دې ویډیویي کنفرانس کې د پولیو واکسین د پلي کېدو په بهیر کې د اصلاحاتو پر رامنځته کولو او د امکاناتو پر زیاتوالي هم هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت څو ورځې مخکې ویلي وه، چې د طالبانو د مخالفت له کبله په یو شمېر ولایتونو کې له درې نیم میلیون ډېر ماشومان د ګوزڼ پر ضد له واکسین پاتې شوي دي.
د روغتیا وزارت څرګندوي، چې طالبانو د دوی په تر کنټرول لاندې سیمو کې د کور پر کور د واکسین کمپاین بند کړی او په تېرو درې کلونو کې دغه مخالفت له ۳ سلنې څخه ۱۰ سلنې ډېر شوی دی.
د دغه وزارت د ګوز ڼ ناروغۍ د له منځه وړلو پروګرام مشر میرجان راسخ ویلي، چې که څه هم طالبانو د واکسین په پلي کولو کې د همکارۍ ژمنه کړې وه؛ خو د تمې خلاف دوی د دې بهیر د پلي کیدو مخه نیولې.
نوموړي زیاته کړې: په پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې هم ماشومانو د ګوزڼ له واکسینه پاتې دي.
تېره اوونۍ ، په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شوی؛ خو طالبانو نه یوازې د دغه بهیر په پلي کولو کې پاتې راغلي، بلکې په میدان وردګ، غزني، هلمند، کندهار، کندوز، تخار، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې هم د کور پر کور له کمپاین سره مخالفت کړی دی.