تازه خبرونه
ولسمشر غني او حامد کرزی سره پخلا شول
له شاو خوا یوه نیمه میاشت سړو اړیکو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني او پخوانی ولسمشر حامد کرزی تېره شپه پخلا شول.
سرچینې وایي، د ولسمشر غني او حامد کرزي تر منځ اړیکې له پاکستان سره د استخباراتي همکاریو د تفاهم لیک تر لاسلیک وروسته سړې شوې، او دواړو لورو حتی خپلو کې سختې خبرې تبادله کړې.
ویل کیږي چې د دواړو لورو د مشرانو په منځګړیتوب د تېرې شپې ناسته تر سره شوه.
ویل کیږي چې د کابینې د غړو په ټاکنه کې له حامد کرزي سره نه مشوره او نور مسایل هم د اړیکو د خړپړتیا نور عوامل دي.
د سیاسي چارو کارپوه احمدسعیدي:
“اشرف غني د خپل کمپاپن پر مهال له حامد کرزي سره ډیرې ژمنې کړې وې؛ په هغو ژمنو یې عمل ندی کړی، او د دې تر څنګ ښاغلی کرزی له پاکستان سره د امنیتي قرارداد سخت مخالف و او همدا رنګه د کابینې او نورو مهمو کسانو په ټاکنه کې کرزي ته پام نه و شوی؛ نو تېره شپه اشرف غني یو ځل بیا له کرزي سره ژمنه وکړه چې تېرې ژمني به عملي کوي.“
سرچینې وايي، چې په لومړي سر کې دواړو لورو د حکومت له اړخه د معصوم ستانکزي، حنیف اتمر، عمرزاخلیوال او اکرم خپلواک او د کرزي له ټیم څخه د رنګین دادفرسپنتا، ضرار احمد مقبل، عبدالخالق فراهي، کریم خرم او صادق مدبر په حضور کې په همدې مسایلو خبرې کړي دي.
وروسته له دې په یوې بلې سترې ناسته کې د دواړو لورو د مشرانو په حضور کې دعا وشوه او ولسمشر له حامد کرزي سره پخلا شو.
د ناستې یو برخه وال معین مرستیال:
“د شخړو د حل خپلواک کمیسیون له څو اوونیو راپدېخوا له دواړو خواوو سره لیدنې کتنې درلودې چې په پایله کې تېره شپه د دواړو خواو تر منځ مخامخ خبرې وشوې؛ هغه ناوړه پوهاوی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي معلوماتو په اړه رامنځ ته شوی و، له منځ لاړ.“
د دواړو لورو تر منځ اړیکې دومره سړې شوې وې چې لویدیځو ورځپاڼو رپوټ ورکړی و چې حامد کرزی د یوه ټیم د جوړېدو په لټه کې دی او هڅه کوي چې اوسنی حکومت وپرځوي.
اجرایی رییس عبدالله عبدالله هم بدخشان ته په وروستي سفر کې خبرداری ورکړی و چې کوم کسان چې د حکومت د پرځولو په هڅه کې دي، پوه دې شي چې د دغه حکومت بدیل داعش او طالبان دي.