تازه خبرونه

ولسمشر غني او خلیلزاد د سولې راوستلو په اړه خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۱, ۱۳۹۹)

ولسمشر غني نن مازیګر د افغانستان د سولې له امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې راوستلو او ټینګولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې په دې لیدنه کې له خپلمنځې خبرو، اورکم، سولې او د نړیوالو او سیمې هېوادونو له ژمنو مخکې پر عملي هڅو خبرې اترې شوې دي.  

ولسمشر ټینګار کړی، چې سوله د افغانستان د خلکو بنسټیزه غوښتنه او د حکومت لومړیتوب دی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له خلیلزاد سره له لیدنې وروسته تېره ورځ

له ولسمشر غني او د پخلاینې شورا له مشر سره بېلابېل لیدلي او د سولې په اړه یې خبرې اترې تر سره کړې دي.

د پاکستان پوځ په ډاګه کړې، چې له افغان مشرانو سره د قمر جاوید باجوه لیدنه د سولې پر وروستیو پرمختګونو او افغان خپلمنځي خبرو راڅرخیدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې زلمي خلیلزاد له دې مخکې له طلب پلاوي او له پاکسانیو چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو پر بېلابېلو اړخونو هم خبرې اترې تر سره کړې دي.

Trending

Exit mobile version