تازه خبرونه
ولسمشر غني او عبدالله عبدالله امریکا ته سفر کوي
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې اشرف غني او عبدالله عبدالله به د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي پر ملتیا په راروانو څلور ورځو کې امریکا ته سفر وکړي.
ولسمشرۍ زیاته کړې، چې ولسمشر اشرف غني نن له یوشمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره د دغه سفر په اړه سلا مشورې کړې دي.
امریکا هم ویلي، ولسمشر جو بایډن به د چنګاښ پر ۴ او د جون پر ۲۵ په واشنګټن کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او د پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره وویني.
د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ په داسې حال کې، چې د بهرنیو ځواکونو وتل روان دي، خو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله را سفر به د امریکا او افغانستان اړیکې نورې هم وځلوي.
یادې ماڼۍ زیاته کړې، چې دوی به له افغانستان سره ډیپلوماټیکو، اقتصادي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې راغلي: امریکا به د افغانستان له حکومت څخه خپل ملاتړ روان ساتياو نه غواړي، چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره خوندي ځای او د امریکا خاورې ته ترې خطر پیښ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پدې وروستیو کې خپل بریدونه ګړندي کړي او د راپورونو له مخې تر دې دمه یې له ۳۰ دېرې ولسوالۍ له حکومتي ځواکونو نیولي دي.