تازه خبرونه

ولسمشر غني: ترهګرو کندز ځکه ونيوه چې حکومت نه غوښتل په خلکو بمبار وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې ترهګرو په کندز کې خلک د ځان له پاره ډال وګرځول او په ښار يې برید وکړ. د ښاغلي غني په وینا ترهګرو ځکه کندز ونیوه چې حکومت نه غوښتل په خلکو بمباري وکړي.

د ښاغلي غني په باور اوس د کندز حالت د دوی په مدیریت کې دی او تازه دمي سرتېري کندز ته رسېدلي دي.

د کندز له سقوط وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ دوه ځله بېړنۍ غونډه وکړه. ولسمشر وايي چې ترهګرو له خلکو څخه د ډال په توګه کار اخیستی دی، ځګه کندز سقوط کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي: «هم کندوز او هم بغلان ته تازه نفسه ځواکونه رسېدلي دي، همدا اوس کندوز ته د ملي اردو يو بشپړ کنډک د رسېدو په حال کې دی. ستونزه دلته چې يوه غدار دښمن له ملکي خلکو د سپر په توګه کار اخلي.»

د ولسمشر په باور په روان کال کې وسله والو مخالفینو اووه ځله خپل جنګي تاکتیک بدل کړی دی. نوموړی وايي چې کندز د حکومت په مدیریت کې دی او له دغه ځایه به جګړه نوره پراخه نه شي.

د کندز ولایت مرکز د دوشنبې په ورځ د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده او په دولتي ودانیو یې خپل سپین بیرغونه ورپول. یو شمېر دولتي ودانۍ یې وسوځولې او د خلکو مالونه یې یوړل.

Trending

Exit mobile version