تازه خبرونه
ولسمشر غني ته د سوریې د نظام د مخالفینو لیک رسیدلی
د افغانستان حکومت مني، چې د سوریې د نظام د مخالفینو له لوري یو لیک د ولسمشر غني تر سرلیک لاندې ور رسیدلی؛ خو حکومتي منبع په ډاګه کړې، چې د افغانستان دولت له نورو دولتونو سره په اړیکه کې دی، نه له ډلو سره.
کوم لیک، چې د سوریې د نظام د مخالفینو له ادرسه رالیږل شوی او ځینو رسنیو خپور کړی هم دی؛ د افغانستان له حکومته په کې غوښتل شوي، چې د هغو افغان جنګیالیو مخه دې ونیسي، چې سوریې ته د ایران له لوري د بشار الاسد د نظام له پاره جګړې ته لېږل کیږي.
په دې لیک کې د سوریې د مخالفینو د یوه مشر هیثم المالح له قوله ویل شوي، چې په ۲۰۱۲کال کې افغان جنګیالي د مذهبي انګیزو له مخې د سوریې جګړې ته وړل شوي دي.
په لیک کې راغلي، چې افغان جنګیالي په سوریه کې له نظام سره ګډ د ایران د اخندي رژيم په امر د سوريې د خلکو په وژلو کې له هیڅ راز جنایته لاس نه اخلي او جنګي جنایتونه تر سره کوي.
د افغانستان یوې دولتي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي رسنیوته ویلي؛ لیک ورسیدلی؛ خو افغان دولت د جګړې نه، بلکې د سولې پلوي دی.