تازه خبرونه
ولسمشر غني تېره شپه له نیپال څخه خپل هېواد ته راستون شو
ولسمشر محمد اشرف غني، چې د سارک په غونډه کې د گډون په موخه نیپال ته تللی و؛ تېره شپه خپل هېواد ته راستون شو.
په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان په گډون د سارک غړیو هېوادونو د سیمې پرهمکاریو، اقتصادي اړیکو، سوداگریزو آسانتیاوو او د سارک د بودجي پر پراختیا اوییاوړتیا بحثونه وکړل او خپلې ژمنې یې نوې کړې.
تمه وه، چې افغانستان به له دغې ناستي څخه زیاتي لاسته راوړني ولري؛ خو اوس داسي معالومیږي، چې د پاکستان او هند تر منځ د اختلافونو له کبله ولسمشراشرف غني له دغې ناستي تش لاس هېواد ته راغلی وي.
په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ هم نیپال ته د ولسمشر غني د سفر د پایلو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
ټاکل شوې ده ، چې د دغو هېوادونو راتلونکې ناسته به په پاکستان کې جوړه شي.
د سارک یا د جنوبي آسیا د همکاریو ټولنې اته لسمه ناسته د پنجشنبې په ورځ د نیپال په پلازمېنه کتماندو کې پای ته ورسیده.