تازه خبرونه

ولسمشر غني د اماراتو چارواکو ته د کندهار د پېښې اسناد وړاندې کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

ولسمشر محمد اشرف غني عربي متحده اماراتو ته په سفر کې د اماراتو چارواکو ته داسې اسناد وړاندې کوي، چې د کندهار په برید کې افغان حکومت لاس نه درلود.

کارپوهان د دغه مطلب سربیره وايي چې ولسمشر به هڅه وکړي، اماراتي چارواکو ته داسې کره استخباراتي شواهد وړاندې کړي، چې له مخې به يې د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې د خلیج هېوادونو همکاري تر لاسه کړي.

له دې مخکې د کندهار د برید څېړونکي پلاوی آریانا نیوز ته ویلي، چې په دغه برید کې دوه ګاونډ هېوادونو لاس درلود.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، چې ولسمشر به د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره پر امنیتي مسایلو او دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې وکړي.

د مرغومې په ۲۱ د کندهار ولایت په میلمستون کې د ننه چاودنه شوې وه، چې د عربي متحده اماراتو پېنځه د يپلوماتان، د کندهار والي مرستیال او د ملي شورا دوه غړي او څو نور کسان یې ووژل او نږدې شل کسه ټپیان شول.

د مدني ټولنو د مجتمع ريیس عزیز رفیعي هم په دې باور دي، چې ولسمشر به د عربي متحده اماراتو چارواکو ته د دغه برید په اړه استخباراتي اسناد وړاندې کړي.

سناتور عارف الله پښتون په ډاګه کړې، چې عربي متحده امارات په وسلوالو طالبانو کې ډېر نفوذ لري؛ نو، ځکه د سولې او جګړې په برخه کې د اماراتو رول مهم ګڼل کیږي.

شنونکیو څرګنده کړې، چې د کندهار په برید کې د اماراتو د ديپلوماتانو له وژل کیدو وروسته اوس افغان چارواکي کوښښ کوي چې خپلې اړیکې په نورمال حالت کې وساتي.

ولسمشر تېر مازیګر ناوخته د دغه هېواد پر لوري روان شوی و.

خبریال: باعث حیات  

Trending

Exit mobile version