تازه خبرونه

ولسمشر غني د امریکایي ځواکونود مرکزي قومندانۍ له قومندان سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۵, ۱۳۹۹)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ په ارګ کې د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال مک کینزي سره  وکتل.

د ارګ د اعلامیې له مخې؛ په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې بهیر، امنیتي حالاتو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د ګډ امنیتي مشارکت د نورې پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

جنرال مک کینزي ولسمشر غني ته ډاد ورکړی، چې د افغانستان د سولې، پرمختګ او د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا ملاتړ او همکاري پخپل ځای ده.

نوموړي زیاته کړې، چې مونږ به ستاسو ترڅنګ وو، چې افغانستان بیا د ترهګرۍ لپاره پر خوندي ځای بدل نشي.

ولسمشر غني جنرال مک کینزي ته د ګډ امنیتي مشارکت ډاډ او همکارۍ د پیاوړتیا له کبله ویلي؛ سوله د افغانستان د خلکو له اساسي غوښتنو او د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او طالبان باید له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې جنرال مک کینزي د روان کال د جون په میاشت کې څرګنده کړې وه، چې له طالبانو سره د هوکړې له مخې د دوی د سرتېره شمېر دلته ۸۶۰۰ ته رسیدلی دی.

هغه دغه راز هغه مهال په ډاګه کړې وه، چې مونږ همدارنګه هوکړه کړې که حالات سم ول؛ مونږ به په ۲۰۲۱ کال کې د خپلو سرتېرو شمېر صفر ته راټیت کړو.

هغه دا هم په پوره تینګار څرګنده کړې؛ دا کار له هغه ډاډ سره تړلی دی، چې د افغانستان خاوره د امریکا او ملګرو پر ضد یې  ونه کارول شي.

Trending

Exit mobile version