تازه خبرونه

ولسمشر غني د بروکسل په غونډه کې د ګډون په موخه بلجیم ته روان شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې وروسته د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته په درې ورځني سفر روان شو.

ولسمشر به د بروکسل په ناسته کې هر اړخیزه وینا وکړي.

له ولسمشر سره د بروکسل په سفر کې د هېواد لومړۍ میرمن، اجرائیه ريیس داکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د چارو ادارې عمومي ريیس عبدالسلام رحیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیره داکتر نسرین اوریاخېل، د ښځو چارو وزیره دلبر نظري، په بېخبنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار داکتر محمد همایون قیومي، د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار نادر نادري، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر، د سولې عالي شورا مرستیاله داکتر حبیبه سرابي، دسوداګرۍ خونو مرستیال عتیق الله نصرت او د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري ملګرتیا کوي.

د یادونې وړ ده، چې دغه غونډه سبا ته د بلجیم په مرکز بروکسل کې پیلیږي او دوه ورځې به روانه وي. 

Trending

Exit mobile version