تازه خبرونه

ولسمشر غني د تاجکستان ولسمشر ته په ټاکنو کې د بیا بري مبارکي ورکړه

Published

on

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بیا بري مبارکي ورکړه.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ افغان ولسمشر اشرف غني نن مازدیګر د تیلیفون پر لیکه امام علي رحمان ته د تاجکستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي ورکړې ده.

په دې اړیکه کې ولسمشر غني نوموړي ته د بریالیتوب او د هغه هېواد خلکو ته د سعادت او نیکمرغۍ ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې د ولسمشر امام علي رحمان له بیا ځلې بریا سره به د افغانستان او تاجکستان تر منځ اړیکې نورې هم پراختیا ومومي.

د یادونې ده، چې نوموړي د ۹۰.۹۲ رایو پخپلولو په پېنځم ځل هم د تاجکستان ولسمشر وټاکل شو.

Trending

Exit mobile version