تازه خبرونه

ولسمشر غني د تاریخي خبرو له پیل مخکې له خپل مرکچې پلاوي سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۱, ۱۳۹۹)

ارګ په ډاګه کړې، چې نن له غرمې مخکې ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د تاریخي خبرو له پیل مخکې د حکومت د مرکچي پلاوي له غړیو او مشر معصوم ستانکزي سره د سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.

د ارګ د څرګندونو له مخې معصوم ستانکزي ویلي؛ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به د مشورتي لویې جرګې غوښتنو ته پوره پاملرنه وشي.

ولسمشر غني ویلي، د سولې مشورتي لویې جرګې د افغانستان حکومت ته د سولې تګلاره وټاکله او مونږ یې پلي کیدو ته ژمن یو.

ولسمشر غني مرکچي پلاوی ډاډه کړ، چې د سولې په مشورتي لویه جرګه زمونږ سیاسي قوت ټولو ولید او نړۍ په یوه لیدلوري او قوت ستاسو ملاتړې ده او دا ستاسو لپاره لویه پانګه ده.

د هېواد په بشپړ ټینګار په ډاګه کړه، چې مونږ سولې ته ژمن یو او د دې لپاره مو عملي هڅې او کړنې تر سره  کړي او موخه مو په کې داده، چې جګړه په بنسټیزه توګه پای ته ورسېږي.

دغه راز ولسمشر غني ویلي؛ د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د تلپاتې او باعزته سولې لپاره، چې د خلکو غوښتنه ده، خبرې کوي.

ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د بښنې فرمان د لاسلیک په اړه وویل؛ د خلکو تمه دا ده، چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو پر وړاندې باید نور هیېڅ خنډ او پلمه وجود ونلري او ژر تر ژره باید خپلمنځي خبرې پیل شي.

د پخلاینې عالی شوار ویاند فریدون خوځون په ډاګه کړې؛ د سولې اجنډا او ځای ټاکل شوی او د مذاکراتو د نېټې له اعلان سره به  مرکچي پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړشي.

د ولسمشرد ویاند مرستیال دواخان مینه بال څرګنده کړې؛ د ولسمشر د فرمان له لاسلیک وروسته د څلور سوه بندیانو خوشې کیدو لپاره عملی ګامونه پورته شوي او تمه ده، چې د چهارشنبې پر ورځ به څلورسوه طالب بندیان له بنده خوشې شي او د دی بندیانو له خوشې کیدو سره به د سولې خبرو پر وړاندې پراته خنډونه لیرې شي.

تمه ده، چې د څلور سوه طالب بندیانو له خوشي کیدو سره به راتلونکې اوونۍ د خپلمنځي خبرو لومړی پړاو په دوحه کې پیل شي.

د حکومت مرکچې پلاوي غړي عبدالحفیظ منصور ویلي، چې د مزاکراتو په لومړي پړاو کې به دولت او طالبان پر اوربند خبری وکړي او تمه ده، چې په دي پړاو کې دواړه خواوې به پر اوربند هوکړه وکړې.

طالبانو ویلي، چې دوی به هم به دی پړاو خبرو کې پر اوربند او د راتلونکي سیاسي نظام پر جوړښت  خبری وکړي.

د یادونې ده، چې افغانستان د خپل سیاسی برخلیک نوی پړاو ته د وردننه کیدو په درشل کې دی او ډېري د جګړې پای  او د خبرو پیل ته هیله من شوي دي.

Trending

Exit mobile version