تازه خبرونه
ولسمشر غني د تروریزم په وړاندې پر نړیواله مبارزه ټینګار وکړ
ولسمشر محمد اشرف غني په اوري سیمه کې د هند پر یوې پوځې اډې تروریستي برید، چې له کبله یې د هندوستان پوځیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ خواشیني څرګنده کړه.
ولسمشر غني د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د هندوستان حکومت، خلکو او د قربانیانو کورنیو ته څرګندوي.
ولسمشر د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال وویل، تروریزم د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت پر وړاندې منځمهاله خطر دی او د دغه ګډ خطر د له مینځه وړلو لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو ګډې ستراتیژۍ ته اړتیا ده.
غني تروریزم د بشریت ضد هغه شومه پدیده بولي، چې هیڅ دین او قانون ته درناوی نه لري او یو ځل بیا د تروریزم پر ضد له استثنی پرته د نړۍ د ټولوهېوادونو پر ګډه مبارزه ټینګار کوي.
د هند پوځ په ډاګه کړې، چې په دې برید کې لږ تر لږه اووه لس سرتېري وژل شوي او دېرش نور ژوبل دي.
د هندي چارواکو په وینا؛ په دې برید کې څلور سختدریځي ترهګر هم وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی؛ خو د هند کورنیو چارو وزیر راج نات سینګهـ په خپله تویترپاڼه کې لیکلي، چې دی له تروریزم او تروریستي ډلو د پاکستان مستقیم او دوامداره ملاتړ ډېر ناهیلی کړی دی.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي که، په دې برید کې د هر چا لاس وي، سخته سزا به ورکړ شي.
هغه پاکستان یو تروریست هېواد وباله او له نړیوالو یې وغوښتل، چې دا هېواد منزوي کړي.