پرمختګ او بشپړتیا

ولسمشر غني د خواجه رواش ښارګوټی پرانیسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خواجه رواش جنجالي ښارګوټی له ډېر انتظار وروسته د ولسمشر محمد اشرف غنيلخوا پرانیستل شو.

 ولسمشر غني دغه ښارګوټی د افغانانو د باور د جلبولو لپاره مهم بولي.

ولسمشر په غیر مستقیم ډول له سوداګرو ګیله وکړه،چې پهدوبۍ او پاکستان کې یې اته ویشت میلیارد دالر پانګونه کړې ده.

ولسمشر وایي، د وژل شویو امنیتي سرتېرو کورنیو ته د سرسیوري برابرول یې د ژمنو په سرکې راځي او له خلکو غواړي،چې د دغې ستونزې د حل لپار له دولت او خصوصي سکتور سره همکاري وکړي.

د ښار جوړولو وزیر د خواجه رواش په پروژه کې د فساد یادونه کوي او وایي، د دغې پروژې ډېريتړونونه تر پوښتنې لاندې دي.

د ښار جوړولو وزیرسید سعادت منصور نادري وایي؛ د خواجه رواش د ښارګوټي کار څلور کاله مخکې(۱۳۹۱ل)په‎ څه باندې څلویښت زره هکتاره ځمکه کې پیل شوی و،چې اته اویا بلاکونه لري او د شپږ میلیارد او درې سوه میلیون افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.

Trending

Exit mobile version