تازه خبرونه
ولسمشر غني د مونیخ په نړیوال امنیتي کنفرانس کې نوې مرسته غواړي
د پنجشنبې پر ماښام ولسمشر غني او ځینې حکومتي چارواکي د آلمان د مونیخ ښار ته روان شول، چې د مونیخ ښار په جوړیدونکي امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني به د مونیخ په نړیوال امنیتي کنفرانس کې له نړیوالو وغواړي، چې له افغانستان سره د تاوتریخوالي د ۵ څپې په وړاندې د مبارزې په لار کې مرسته وکړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند وایي، ولسمشر به په دې کنفرانس کې نړۍ ته ووايي، چې افغانستان اوس هم ترهګري ګواښي او که توند لارې ډلې ونه ځپل شي، دغه ګواښونه به د نړۍ نورو سیمو ته پراخ شي.
شاه حسین مرتضوي زیاتوي؛ ولسمشر له ټاکنیزو کمیسیونونو غوښتي، چې د راتلونکي کال د وري تر میاشتې پورې د ټاکنو مهالوېش هم اعلان کړي.
نوموړی زیاتوي، ولسمشر د ټاکنیزو کمیسیونونو له غړیو او د مرستندویه هېوادونو له استازو سره په لیدنه کې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړیو ته خبرداری ورکړ، چې که کوم فساد او یا سرغړونه وویني، هیڅوک به د قانون له منګولو خلاص نه شي.
ټاکل شوې ولسمشر د آلمان د مونیخ په غونډه کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال او د ځینو اروپايي هېوادونو له جګپوړیو چاراکو سره هم وګوري.
خبریال: احمد فرشاد صالح