تازه خبرونه

ولسمشر غني د میدان وردگو د شهیدانو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ ماښام مهال د میدان وردگ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د شهیدانو له کورنیو او مشرانو سره وکتل.

 

دغه کتنه، چې په ارگ کې ترسره شوه؛ لومړی انجینر سید رحیم ستار، حاجي بلیمین او حاجي جانان د یادې پېښې د جزئیاتو تر څنگ د امنیتي ستونزو په اړه جمهور رییس ته  معلومات ورکړل او په یاد ولایت کې د امنیت د تامین او اصلاحاتو تر څنگ یې د شهیدانو په نوم د یوې دیني مدرسې د جوړولو غوښتنه هم وکړه.

 

جمهور رییس له غمجنو کورنیو سره خواخوږي څرگنده کړه او شهیدانو ته یې د فردوس جنت غوښتنه وکړه.

 

جمهور رییس غني د شهیدانو د کورنیو د استازیو صبر، زغم او متانت وستایه او زیاته یې کړه په دغسې زغم او حوصله مندۍ د دغې پېښې د جزئیاتو شریکول او بیان ټولو مسوولینو ته د عبرت درس دی.

 

د هېواد ولسمشر وویل، د اروپا له سفره، چې راستون شوم؛ نو د میدان وردگو والي ته مې تیلیفون وکړ. غوښتل مې، چې ستاسو خدمت او غمشریکۍ ته درشم؛ خو هغه کابل ته ستاسو له راتگه خبر کړم.

 

ولسمشر وویل، ملي دفاع وزارت  به د یاد کنډک  په ځای، چې د دغې پېښې لامل شوی په سیمه کې بل نوي کنډک ځای په ځای کړي.

 

هغه زیاته کړه، د یادې پېښې عاملین به د عدلي څېړنو په موخه محکمې ته ولېږل شي او ولس ته ډاډ ورکوو، چې حکومت  د دغه وړ کړنو جدي تحقیق او څېړنه کوي.

 

محمد اشرف غني څرګنده کړه، په خپل شخصي لگښت به د شهیدانو په نوم یوه دیني مدرسه جوړه کړي.

 

هغه وویل، په نږدې راتلونکي کې به میدان وردگ ولایت ته درشم او د شته ستونزو د حل له پاره به داسې اقدامات وکړو، چې ولس ته د قناعت وړ وي.

 

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي، د وسلوال پوځ لوی درستیز ډگر جنرال قدم شاه شهیم، په سیاسي چارو کې د جمهور رییس ځانگړی استازی داکتر محمد اکرم خپلواک، د میدان وردگو ولایت والي حیات الله حیات او په ولسي جرگه کې د میدان وردگو ولایت ځینو استازیو هم گډون درلود.

 

Trending

Exit mobile version