تازه خبرونه

ولسمشر غني د پکتیا د ولایتي شورا پر مرستیال د وژونکي برید غندنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۹, ۱۳۹۹)

د ولسمشرۍ ماڼۍ د پکتیا د ولایتي شورا پر مرستیال ایوب غروال هغه وژونکی برید، چې نن سهار د دې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې ترسره شوی؛ په کلکه غندلی دی.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي: ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو د پراخ، بشري او تلپاتې اوربند غږ کړی ، چې نه یوازې د خلکو، بلکې د حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه هم ده؛ ومني.

هغه دغه راز اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې کلکه څېړنه وکړي؛ عاملین یې وپیژني او سزا ورکړي.

ولسمشر غني په بشپړ ټینګار دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د تروریستانو او مجرمینو پر وړاندې به زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه روانه وي.

د پکتیا ولایت چارواکو ویلي، چې د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال نن سهار شاوخوا ۵:۳۰ ګردېز پوهنتون ته روان و، چې په ښار کې تر برید لاندې راغی.

هغه په ​​پېښه کې سخت ټپي شو او وروسته په روغتون کې ومړ.

ویل کیږي، چې ایوب غروال هم  پر سیاسي څېرو او حکومتي چارواکو د هدفي بریدونو د لړ یوه برخه شو.

د روانې میاشتې په پیل کې مدني هڅانده فوزیه کوفي او د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح له ورته بریدونو روغ وتلي دي.

Trending

Exit mobile version