تازه خبرونه
ولسمشر غني د ښځو عالي شورا د رامنځته کیدو فرمان لاسلیک کړ
ارګ په ډاګه کړې؛ ولسمشر غني د ښځو عالي شورا د رامنځته کیدو فرمان لاسلیک کړ، چې موخه یې د افغان میرمنو “ځواکمن کول” دي.
د ولسمشرۍ دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا شورا به ولسمشر رهبري کوي او “د ښځو حقونو پر پیاوړي کولو” به راڅرخي.
په فرمان کې د ښځو عالي شورا د دارالانشاء مسوولیت د ښځو چارو وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته سپارل شوی.
د ارګ په څرګندونو کې راغلي: شورا به د ولسمشرۍ د چارو ادارې په مشرۍ ناستې تر سره کوي او د ښځو پیاوړتیا، د حقونو خوندیتوب، نړیواله همکاري او همغږۍ به یې د پالیسۍ غوره برخې وي.
د ولسمشر د فرمان له مخې؛ په دې شورا کې به د بېلابېلو ۲۶ ټولنو استازي غړيتوب ولري.
دغه راز ویل شوي، چې د فرمان پر بنسټ به د والیانو مرستیالانې، ښځینه مدافعین، مدني ښځینه فعالان، د دولتي ادارو او نادولتي سازمانونو ۲۶ استازي به د دې شورا غړي وي.
تازه خبرونه
تحول: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدا د ایران ټینګار
تازه خبرونه
قطر د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته کورونه جوړوي
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي د قطر د سرې میاشتې خیریه موسسې او نړیوالې پراختیايي ادارې له رییس سره وکتل.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي؛ په دې کتنه کې د یاد بنسټ رييس ويلي، چې دوى د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه د راستنېدونکیو افغان کډوالو لپاره کورونه جوړوي، خو د شمېر په اړه به یې د قطر له خيريه صندوق سره خبرې وکړي.
د کډوالو د حقونو هڅاندې اصفه ستانکزۍ ويلي، چې تهران او اسلامآباد تل له مهاجرینو سره د نړیوالو قوانینو خلاف چلند کوي.
له بلې خوا د تهران والي مرستیال مهدي باب الحوائجي ویلي، چې دوی د غیر قانوني مهاجرینو پر ضد جګړه کوي او هغه کسان، چې مهاجرینو ته کار او یا کور ورکوي محاکمه او سزا به ورکړ شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې ایران باید له افغان مهاجرینو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وکړي او د هغوی له جبري ایستلو دې ډډه وکړي.
ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو جبري ایستنه ګړندۍ کړې او هره ورځ له دغو هېوادونو څخه سلګونه کسان هېواد ته را شړل کیږي.
تازه خبرونه
د خواف – هرات د اوسپنېپټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار پیل شو
د خواف- هرات د اوسپنېپټلۍ د څلورمې برخې د دوهیم فاز د جوړولو کار، چې افغانستان له ایران سره نښلوي؛ پرانیستل شو.
دغه برخه، چې شاوخوا ۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري؛ ټولیز لګښت یې ۵۳ میلیون ډالر دی او ټاکل شوې، چې دا پروژه په څه کم ۲ کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ګاما سهامي شرکت او د ترکیې او روسیې دوه شرکتونه په ګډه پدې پروژه کار کوي.
د کشدر اوسپنېپټلۍ چارواکي وايي، دا د خواف- هرات د اوسپنېپټلۍ وروستۍ برخه ده، چې د هرات د زنده جان ولسوالۍ له رباط پريان سيمې پيلېږي او د خواجه عبدالله انصاري نړيوال هوايي ډګر او د هرات تر صنعتي ښارګوټي پورې رسېږي.
د دې پړاو له بشپړېدو سره به د ایران له اوسپنېپټلۍ او بندرونو سره د هرات د سیمهییز پیوستون پروژه بشپړه شي، چې د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ به د سوداګریزو مالونو د لیږد د کچې د لوړولو زمینه برابره کړي.
له ایران څخه د هرات تر روزنک سیمې پورې د هرات – خواف اوسپنېپټلۍ د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
-
لوبی4 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
فلسطیني دولت باید د خبرو له لارې راجوړ شي – امریکا
-
تازه خبرونه4 days ago
په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې کورونه جوړیږي
-
تازه خبرونه5 days ago
د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان
-
لوبی5 days ago
اټک انرژي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د درېیم پړاو اتلولي خپله کړه
-
سوداگري5 days ago
په پنجشېر کې د یاقوتو استخراج او وپلورل پیل شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې نېټه وټاکل شوه
-
تازه خبرونه5 days ago
د ۱۴۰۳ کال مالي بودجه تصویب شوه