تازه خبرونه

ولسمشر غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ امریکا ته روان شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرمحمد اشرف غني تیره شپه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پنځه ورځني رسمي سفر لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پلازمینې واشنګټن ډې سي ته روان شو.

غني به د خپل دغه سفر په لړکې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما، د دغه هیواد د ولسمشر له مرستیال جوبایدن، د کانګرس له مشر، د ناټو سازمان له سرمنشي، د امریکا د بهرنیو چارو، د دفاع او شو شمیر نورو امریکایی چارواکو سره وګوري.

همدا راز غني به د پنجشنبې په ورځ له واشنګټن ډي سي څخه نیویارک ته روان شي او د ملګرو ملتونو د سازمان په مقرکې به د دغه سازمان له سرمنشي بانکي مون سره وګوري.

ولسمشر سره په دغه سفرکې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وسله وال پوځ لوی درستیز شیر محمد کریمي، د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل، د چارو د ادارې رئیس عبدالسلام رحیمي، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسه سیما سمر، په اقتصادي چاروکې د جمهور رئیس سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد معصوم ستانکزی او د ولسمشرۍ مانۍ ویاند اجمل عبید عابدي ملګرتیا کوي.

Trending

Exit mobile version