تازه خبرونه

ولسمشر غني راشد خان ته د دولتي مډال سپارښتنه وکړه

Published

on

د هېواد کرکټ بورډ نن (جمعه د مرغومي ۱۲) څرګنده کړې، چې ولسمشر غني د ولسمشرۍ ریاست دفتر ته سپارښتنه کړې، چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان ته د دولتي مډال د سپارلو بهیر پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د وروستي لسیزې غوره لوبغاړی پېژندل شوی دی.

څو ورځې وړاندې د هېواد د کرکټ بورډ مشر فرحان یوسفزي له ولسمشرۍ وغوښتل، چې راشد خان پر دولتي مډال ونازوي.

دغه راز کرکټ بورډ په کابل کې د راشد خان بریا ونمانځله او د هغه لاسته راوړنې یې وستایلې.

د هېواد سیاستوالو او ناټو هم راشد خان ته د وروستۍ لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه د نوموړي ټاکل کېدل ستایلي او مبارکي یې ورته وړاندې کړې ده.

په هېواد کې ورزشکارانو ويلي، چې د راشد خان نړیوالې لاسته راوړنې د افغانستان په ځانګړي توګه د سپورت د ډګر لوی ویاړ دی.

Trending

Exit mobile version