تازه خبرونه
ولسمشر غني له ملګرو ملتونو څخه د سولې لپاره د اوربند غوښتنه وکړه
ولسمشر اشرف غني له نړیوالې ټولنې یو ځل بیا وغوښتل، چې د افغانستان له خلکو سره د تېرو نولس کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره همکار شي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره شپه د وديو له لارې د ملګرو ملتونو د جوړېدو د پېنځه اویایمې کلیزې په مناسبت ویلي، افغانستان په یوه وخت کې له څو کړکېچونو سره مخامخ دی؛ خو بیړنی اوربند کولی شي، د سولې په بهیر کې پرمختګ ته لار اواره کړي.
نوموړی د دې سازمان رول د پراخ بنسټې ټولنې په خاطر مهم ګڼي.
هغه زیاته کړې؛ که څه هم مونږ په افغانستان کې په یوه وخت د کړکېچ له څو عاملینو سره مخامخ شوي یو، خو اوربند مونږ ته یو روښان او بیړنی لومړیتوب دی. له هر څه ډېر د تاوتریخوالي ژر پای ته رسېدل مونږ ته اړین دی او دا د پرمختګ زمینه برابروي.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، هېواد یې د افغانستان د سولې روان بهیر ته بدبین دی او په همدې خاطر یې په کې ګډون ندی کړی.
هغه ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د سولې بهیر له جدي ننګونو سره مخامخ دی.
جواد ظزیف ویلي، چې د سولې خبرې باید پراخ بنسټه وي.
نوموړي ویلي: زه فکر کوم د امریکا لپاره وروستۍ موخه له افغانستان څخه وتل وي؛ خولازمه نه وه، چې دا ټول هر څه یې پر افغانستان او سیمې تپلي وای. مونږ د دغه کار د بهیر په تړاو ډېر بدبین یو، چې امریکا یې مشري وکړه. مونږ په همدې خاطر په دې بهیر کې ګډون ونه کړ؛ خو مونږ د ټولو افغانانو له خپلمنځي خبرو ملاتړ کوو. مونږ پدې اند یو، چې د افغانستان د خلکو ټولې دیموکراتیکې لاسته راوړنې د ټولو ګوندونو او طالبانو په شتون کې وساتل شي.
بلخوا د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنیت پخواني مشر یو ځل بیل د خپلمنځی خبرو د ماتې، د طالبانو د اسلامي امارت له واکمنۍ او د امریکا پر ضد د ګواښونو له رامنځته کیدو خبرداری ورکړی دی.
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماستر وایي: له طالبانو سره واک څه ډول ښکاري؟ آیا داسې ښکاري… د نجونو هر ښوونځی له خاورو سره یو کیږي؟ یا دا، چې داسې ښکاري؛ د فوتبال په لوبغالي کې به د هرې شنبې پر ورځ ډله ییز اعدامونه کیږي؟ مونږ دا نظر لرو، چې طالبان کولی شي له سولې سره یوځای شي. په داسې حال کې، چې هغوی هوډ من دي په افغانستان کې اسلامي امارت جوړ کړي او ترې د ترهګرۍ د پراختیا لپاره د یوې اډې په توګه کار واخلي.
د یادونې ده، چې د سولې خبرو د پایلو د نه معلومېدو په صورت کې له افغانستان څخه په شپږ میاشتو کې د امریکایي ځواکونو وتل اندېښموونکې ښکاري.
