تازه خبرونه

ولسمشر غني له ځوانانو د مرستې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۰)

ولسمشر محمد اشرف غني د ځوانانو د عالي شوری په پرانیسته کې له ځوانانو وغوښتل، چې له اداري فساد او تبعیض سره مبارزه وکړي او ملي یوالي ته کار وکړي.

نن یکشنبه د وري ۸ په ولسمشرۍ مانۍ کې د ځوانانو عالي شوری د پرانیستې مراسم تر سره شول. ولسمشر محمد اشرف غني ځوانانو ته وویل، چې د افغانستان اداره مخ په ځوانیدو ده او باید خپل او راتلونکي نسل ته کار وکړي.  

ولسمشر ویلي، چې په تېرو دوه څلوېښت کلونو بدمرغي دا وه، چې ځوانان پر افرادو، اشخاصو او ډلو وېشل شوي وه.

هغه وایي: تاسې باید په ټولو ادارو کې له ځوانانو ژمنه واخلئ ؛ هغه ځوان، چې فساد کوي، تعصب لري، ملي وحدت زیانمنوي یا په رښتیا د کار وړتیا نلري باید د دغه راز ځوان پر وړاندې ودریږئ.

ولسمشر له ځوانانو وغوښتل، چې د هېواد د بهرني سیاست په جوړونه کې برخه واخلي او هیچا ته اجازه ورنکړي، چې د خپلې خوښې نظام پرې وتپي.

 

اشرف غني ویلي؛ تاسې فرصتلرئ، چې د نطام ستنې ټینګې او لوری ورکړئ… له تاسې پرته اوهغه نظام، چې نه غواړئ؛ څوک یې درباندې تپلی نشي.تاسې باید پر دې راوڅرخئ، چې نن څرنګه نئام غواړئ او د څرنګه سولې غوښتونکي یاست.

هغه څرګنده کړې؛ د حکومتي سرچینو په لګولو کې نیمګړتیاوې شته، چې اوس یې د له منځه وړلو هڅې پیل کړي دي.

 

اشرف غني وایي: د افغانستان سرچینې په سمه توګه کارېدلي ندي؛ د افغانستان اداره د ولسمشرۍ او اداري اصلاحاتو په ګډون بریالۍ ندي. په دې برخه کې مونږ ناکام یو. ښاغلی نادري بې ځایه معاشونه مو ورکړي ؛ پایله یې نده ورکړې، چې ژوندۍ بېلګه یې ان ټي ای دی.

د نوموړي د تينګار له مخې؛ ځوانان باید فکري شبکې جوړې کړي او حکومت ته په بېلا بېلو برخو کې طرحې او وړاندیزونه وکړي.

Trending

Exit mobile version