تازه خبرونه

ولسمشر غني نن سهار د روسیې اوفا ښار ته روان شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د دوه ورځني سفر په موخه د روسیې اوفا ښارته روان شو. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر به د شانگهای د همکاریو سازمان د مشرانو په پېنځلسمه غونډه او همدا راز د بریکس د مشرانو په غونډه کې پرگډون او وینا سربېره په بېلابېلو برخو کې د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا، په ځانگړي توگه د اقتصادي مسئلو، په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت او د نویو گواښونو د مهارکولو د څرنگوالي په اړه د دغو سازمانونو د غړیو هېوادونو له ځینو مشرانو سره هم بحث او خبرې اترې وکړي.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر او د منځنۍ آسیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار شاکر کارگر ملگرتیا کوي.

مخکې له دې روسي رسنیو ویلي وه، چې ولسمشر غني به د شانگهای سازمان د مشرانو د غونډې په څنډو کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وگوري.

Trending

Exit mobile version