تازه خبرونه

ولسمشر غني په مزارشریف کې له حکومتي او ولسي مشرانو سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۰, ۱۴۰۰)

ولسمشر اشرف غني نن سهار(چارشنبه د زمري ۲۰) په داسې حال کې مزارشریف ته سفر وکړ، چې طالبانو د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف د نیولو لپاره بریدونو ته زور ورکړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې له ولسمشر اشرف غني سره په دې سفر کې د ولسمشر امنیتي او سیاسي سلاکار محمد محقق، پخوانی جهادي قومندان جمعه خان همدرد او نور جهادي مشرانو ملګرتیا کړې ده.

په دې سفر کې ولسمشر غني له سیاسي او جهادي شخصیتونو مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور ، محمد محقق او جمعه خان همدرد سره ولیدل.

د غونډې په بهیر کې د شمالي زون عمومي وضعیت، همغږي، تجهیز او د ولسي پاڅونوالو راټولول د امنیتي ځواکونو تر چتر لاندې تر بحث لاندې ونیول شول.

ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، ولسمشر غني د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته له رسېدو او له جهادي او سیاسي شخصیتونو سره له کتنې وروسته د یوې لوړپوړې امنیتي غونډې مشري وکړه.

په لومړۍ ناسته کې د شمال زون امنیتي چارواکو د امنیتي وضعیت د مدیریت او پروګرامونه په اړه خپل  چمتووالی وړاندې کړ او وایي، چې دوی په حکومت کې د ولسي پاڅونونو بشپړ ملاتړ لري او په شمال زون کې چاڼیز ګډ عملیات ترسره کوي.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر د ګډونوالو د راپورونو او پروګرامونو له اورېدو وروسته په شمال زون کې د حالاتو د څارلو لپاره اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

د ځایي سرچینو د څرګندونو له مخې، طالبانو د هېواد په شمال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په تېرو څو ورځو کې یې لوی پرمختګونه کړي دي.

له بلې خوا د بدخشان والي بشیر صمیم ویلي، چې تېره شپه طالبانو پر فیض آباد ښار خپلو بریدونو ته زور ورکړ او امنیتي ځواکونه اړ شول، چې د تخار ولایت ورسج ولسوالۍ ته شاتګ وکړي.

د والي د څرګندونو له مخې، دوی له بدخشان څخه تر ورسج پورې د طالبانو له ۱۸ کمینونو سره مخ شول؛ خو د ځاني زیانونو په اړه یې څه ندي ویلي.

نوموړي زیاته کړې، چې د تخار ولایت له چارواکو سره په همغږۍ به د ځینې سیمې د بېیرته نیولو هڅې وکړي.

Trending

Exit mobile version