تازه خبرونه
ولسمشر غني په هېواد کې له ناامنیو اندېښمن شوی
ولسمشر اشرف غني تېره شپه (دوشنبه د لیندۍ ۲۴) د امریکا د ولسي جرګې له مشرې نانسي پلوسي او د دې جرګې له یو شمېر غړیو سره د ویډیو کنفرانس له لارې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او په ټول هېواد کې یې د اوربند غوښتنه کړې ده.
په دغه ناسته کې، چې په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني هم برخه اخیستې وه؛ د سولې بهیر، د ښځو حقونو او د سولې خبرو پر راتلونکیو پړاوونو بحث او خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړې، چې ولسمشر غني د امریکا د ولسي جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره خبرې وکړې. دواړو لوریو د افغانستان، د ښځو حقونو، د سولې بهیر، هر اړخیز اوربند او د دې هېواد د دوامداره ملاتړ په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
په دغه ویډیو کنفرانس کې د هېواد لومړۍ میرمن، د د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د چارو ادارې لوی مشر ډاکټر فضل محمود فضلي حضور درلود او په امریکا کې د افغانستان سفیره میرمن رویا رحماني هم د ویډیو کنفرانس له لارې مل وه.
تاوتریخوالی او په ځانګړي توګه هدفي وژنې په دې وروستیو کې ډېر شوي، چې وروستي هغه یې د کابل والي مرستیال محبوب الله محبي او د هغه د منشي وژنه ده.
