تازه خبرونه
ولسمشر غني په کابل کې د پروسټاټ بریالي عملیات تر سره کړل
یو اویا کلن ولسمشر اشرف غني تېره شپه د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کې د پروسټاټ بریالي عملیات تر سره کړي او دمګړۍ یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړې: ما د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې د پروسټاټ بریالي عملیات ترسره کړل.
هغه په خپل ټویټ کې د دغه روغتون له ډاکټرانو او نرسانو مننه کړې او څرګندوي، چې عملیات یې په بریالیتوب پای ته رسیدلي دي.
اشرف غني زیاته کړې؛ دا عملیات د مسلکي او تجربه لرونکیو ډاکټرانو لخوا بریالي ترسره شول.
د ولسمشر سلاکا سید شاه حسین مرتضوي د هغه روغتیایي حالت د ډاډ وړ بولي او زیاتوي، چې ولسمشر غني نن له روغتون رخصت شوی دی.
مرتضوي څرګندوي، چې پر دولتي روغتون او د دې خاورې پر ډاکټرانو باور د ولسمشر د ملي ډاډ ښکارندویي کوي.