تازه خبرونه

ولسمشر غواړي د ورېښمو د لارې د جوړېدو لپاره ګړندي ګامونه واخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو خونه له ولسمشره غواړي چې د وریښمو د لارې د جوړولو لپاره ګړندي ګامونه واخلي.
د دې خونې مسولین وایي، که دغه لار جوړه شي، د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ به مثبت اغیز وکړي.
د سوداګری او صنایعوخونی دعامل هیت رییس عتیق الله نصرت له ولسمشره غواړي چې د ورېښمو د لارې د جوړېدو لپاره ګړندي ګامونه واخلي، څو د چین او افغانستان سوداګریزې اړیکې لاپسې پراخې شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، د وریښمو د لارې په جوړېدو سره به د وارداتي مالونو د لېږد په بیه کې د پام وړ کموالی راشي.
وروسته له دې به د چین په بازارونو کې افغان صادرات د افغانستان په مارک پلورل کیږي، په داسې حال کې چې مخکې داسې نه و.
چینایي پانګوالو په افغانستان کې د کرنې، انرژۍ، ترانسپورتي خدمتونو، کان ویستلو او بانکداري په برخو کې د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې.
الکوزی وایي، دا مهال په چین کې یو شمېر افغان سوداګر له چینایي پانګوالو سره د ګډې پانګونې په لارو چارو خبرې کوي. دغه خونه چین ته د ولسمشر وروستۍ سفر د افغانستان د اقتصاد لپاره ډیر ګټور بولي.

Trending

Exit mobile version