سیمه ییز خبرونه
ولسمشر كرزي ولسي جرگې ته د كابيني د پاتې غړيو د وروپېژنې ژمنه كړې- ابراهيمي
د ولسي جرگې رييس وايي، چې:
د دې جرگې د مخكينيو مصوبو خلاف، چې عنعنوي لويه جرگه يې غير قانوني بللې وه او په هغه كې يې په نه گډون ټينگار كړى و؛ اوس د ولسي جرگې يو شمېر غړيو په كې د گډون په موخه ځانگړې پاڼې ډكې كړې دي .
د آريانا ټلويزيون خبرياله فريده سوما د ولسي جرگې د غونډې نور جزييات داسې څرگندوي:
د ولسي جرگي د چارشنبي ورځې(د تلې ۲۷) په عمومي غونډه كې يو شمېراستازيو يو ځل بيا پر حكومت تورولگاوه، چي نه غواړي د كابيني پاتې برخه د باوررايو په موخه ولسي جرگې ته ور وپېژني او د ستري محكمې او لويې څارنوالۍ غړي د قانون خلاف خپلو دندو ته دوام وركوي.
د ولسي جرگي غړى عرفان الله عرفان وايي، چې:
د جرگې نصاب بشپړشوى او ولسمشر بايد د كابيني پاتې غړي ولسي جرگې ته وروپېژني او ولسي جرگه بايد په دې اړه جدي كړنه تر سره كړي .
د ولسي جرگي رييس عبدالرووف ابراهيمي وايي، چي ولسمشر ورسره ژمنه كړې، چي ډېر ژر به د كابيني پاتې غړي ولسي جرگې ته ور وپېژني.
د ولسي جرگې غړي په عنعنوي لويه جرگه كې د گډون په اړه په يوه نظر نه دي.
د ولسي جرگي غړې شكيبا هاشمي وايي:
عنعنوي لويه جرگه ، چې د لړم(عقرب) په وروستيو كې جوړيږي، د قانون خلاف ده او زياتوي، چې له امريكا سره د ستراتيژيكو همكاريو په اړه تصميم د ولسي جرگې دنده ده.
دولسي جرگي رييس عبدالروف ابراهيمي وايي:
ولسي جرگې پرېكړه كړې وه، چې په لويه جرگه كې به برخه نه اخلي.
نوموړى وايي، چې:
د ولسي جرگي گڼ شمېرغړيو په عنعنوي لويه جرگه كې گډون پاڼې ډكې كړې دي .
دولسي جرگي غړى عبدالرحيم ايوبي په دې اند دى، چې:
عنعنوي لويه جرگه كولى شي په اوسنيو حالاتو كې د افغانستان د ستونزو پر حل اغيزمن رول ولوبوي .
ولسمشر كرزي په داسي حال د كابيني د پاتې غړيو د معرفي كيدو ژمنه كړې، چي له تېرو دوه كلونو راپديخوا يو شمېر وزارتونه د سرپرستو وزيرانو لخوا اداره كيږي او په دې موده كې ولسي جرگې څو ځله له ولسمشر كرزي د كابينې د پاتې غړيو د ورپېژندلو غوښتنه كړې وه.