تازه خبرونه
ولسمشر له محاكمې پرته د بگرام بنديان خوشي كولى نشي
د بگرام له زندان څخه د يو شمېربندي طالبانو په خوشي كيدو د غبرگونونو په لړ كې دا ځل د ولسي جرگې غړيو په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ولسي جرگي غړى احمد فرهاد صديقي وايي، ولسمشر نه شي كولى، چې د بگرام زندان بنديان له محاكمې پرته خوشي كړي.
د ولسي جرگي غړى عثماني فراهي د دغو زندانيانو خلاصون د امنيت په وړاندي گواښ بولي او وايي، چي له محاكمې پرته د دوي خلاصون غير قانوني دى.
نوموړي د ولسي جرگي له ځانگړي كميسيون څخه وغوښتل، چي د خوشي شويو زندانيانو اسناد دې وڅېړي.
د ولسي جرگې غړى قلات وال وايي، د بگرام په زندان كي يو شمېر بنديان بي گنا دي.
د ولسي جرگې غړې گلالۍ نور ساپۍ وايي، ډېر داسي كسان زنداني دي، چي د شخصي او تنظيمي مخالفتونو له كبله بنديان شوي او په اړه يې هيڅ شواهد نشته .
سياسي كار پوه بشير بيژن وايي، د هغو بنديانو خوشي كول، چې امريكا يې خطرناك گڼي د افغانستان او امريكا د گټو په وړاندې يو گواښ دى.
پوځي كار پوه جاويد كوهستانى وايي، چې له دې سره به د افغانستان او امريكا ترمنځ بې باوري ډېره او د مخالفينو ليكې پياوړې شي.
دا په داسي حال كي ده، چي امريكايي سناتورانو هم د بگران له زندان څخه د خطر ناكو زندانيانو د خوشي كيدو په اړه اندېښنه څرگنده كړې وه او خبر داري يي وركړى، چې له محكمې پرته د خطر ناكو زندانيانو خوشي كيدل به د حكومت او امريكا د خلكو پر اړيكو منفي اغېز وكړي.