تازه خبرونه
ولسمشر محمد اشرف غني واشنګټن ته ورسېد
ولسمشرۍ په ډاګه کړې؛ ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ نن ماسپښین د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته ورسید.
د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې ولسمشر به د دغه سفر پر مهال د امریکا له ولسمشر جوبایډن، د هغه هېواد د کانګرس او سنا غړیو او یو شمېر نورو مقاماتو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د نوي څپرکي او دوه اړخیزو مناسباتو د پیاوړتیا او په ځانګړي توګه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړي.
له ولسمشر سره په دې سفر کې د لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې مشر وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر په ګډون ۲۱ کسان ملتیا کوي.
د ملي پخلاینې عالی شورا د مشر عبدالله عبدالله دفتر په ډاګه کړې، چې عبدالله عبدالله به د بایډن، نورو امریکایي چارواکو او قانون جوړوونکیو سره وګوري؛ د اوسنيو او راتلونکيو اړیکو، ژمنتیاوو او د سولې پر اړوند مسلو به په پراخه کچه خبرې وکړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي: نړیواله ټولنه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دې هېواد پر دوامداره مرستو بحث او خبرې کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، چې د سپټمبر تر میاشتې به د ځواکونو د ویستلو وخت بدل نشي او د جمعې پر ورځ به د بایډن او غني ترمنځ خبرې په راتلونکي کې له افغان حکومت سره پر کار کولو او ژمنو راوڅرخي.
د افغانستان کامیر هوایي شرکت په ډاګه کړې؛ د کامیر شرکت پر کوربتوب ولسمشر غني او ورسره پلاوي یې له کابل څخه واشنګټن ته سفر کړی دی. له دې اوږده سفر له پای ته رسولو سره مونږ د افغانستان د هوایي چلند په صنعت او تاریخ کې لوی ویاړ ترلاسه کړی دی.
