تازه خبرونه
ولسمشر مشرانو جرگي ته د نویو غړیو د ورپېژندنې مراسم تر سره کړل
مشرانو جرگي ته د ولایتي شوراگانو نويو غړيو د دي شوراگانو د ټاکنو په پایله کې لار موندلې ده.
ولسمشر سناتورانو ته د نویو غړیو د ورپېژندنې مبارکي ور کړه.
افغان ولسمشر اشرف غني په ډاگه کړه، چې ولسي او مشرانو جرگې ته احترام یې کاري لومړیتوب دی..
ولسمشر مشرانو جرگې ته په خطاب کې وویل:
ستاسې له لوري فشار او زما له خوا حوصیله کاري پرمختگونه رامنځته کوي.
نوموږړي ډاډ څرگند کئ؛ چي له دې وروسته به ستونزې په خبرو اترو حلیږي، نه د زور زیاتي له لارې
ښاغلي غنيدغه راز وویل: د نطر و عمل یووالی د خلکو تر منځ باور پیاوړی کوي؛ ځکه، چې د نوموړي په وینا په افغانستان کې سیاسي پانگه میراثي نه ده.
د نوموړي د ټینگار له مخې په افغانستان کې هم د قواوو تفکیک عملي کیږي او د دندو وېش اړین دي.
هغه د هېواد د اقتصادي ودې په اړه زیاته کړه، چې افغانستان به نور د برښنا واردوونکي نه، بلکي صادروونکی هېواد شي.
د مشرانوجرگې مشر فضل هادي مسلمیار د حکومت او دولت دا گام وستایه او څرگنده یي کړه، چي:
د قوانینو له مخې د حکومت او هېواد له ودې ملاتړ کوو او نویو سناتورانو ته یې د جرگي په استازیتوب مبارکي وړاندي کړه.