تازه خبرونه

ولسمشر منلې، چې د كانونو قانون به په يوه تقنيني فرمان كې نافذ كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې مسوولين وايي، ولسمشر منلې، چې د كانونو قانون به په يوه تقنيني فرمان كې نافذ كړي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي رييس قربان حقجو وايي:

د كانونو قانون د نه تصويب په دليل همدا اوس په ليرې پرتو سيمو كې د يو شمېر كانونو ناقانونه كيندنه روانه ده او بهر ته قاچاق كيږي. دې كړنې پانگوال له ستونزو سره مخ كړي، چې نه شي كولى په كانونو كې پانگونه وكړي.

نوموړى زياتوي، له ښاغلي كرزي سره په وروستۍ كتنه كې پر همدې ستونزې خبرې شوي او ولسمشر منلې، چې د كانونو قانون به په يوه تقنيني فرمان كې نافذ كړي.

ځينې سوداگر هم د كانونو د قانون نه تصويب د خپلو چارو په وړاندې ستر خنډ بولي او وايي، كه د دې قانون د تصويب چاره وځنډيږي، د كانونو د پخواني قانون پر بنسټ نه شي كيدى، چې پانگونه وكړي؛ ځكه، چې دا قانون ډېرې نيمگړتياوې لري.

ويل كيږي، چې د كانونو د قانون په نه تصويب كې د ولسي جرگې ځينې هغه غړي لاس لري، چې د كانونو په كيندنو په ناقانونه لاس لرلو تورن دي.

د ولسي جرگې د طبيعي زيرمو د كميسيون رييس محمد ذكريا سودا كه څه هم، چي د كانونو په ناقانونه كيندنه كې د يو شمېر استازيو او حكومتي چارواكو لاس لرل نه ردوي؛ خو وايي، چي د كانونو قانون د ولسي جرگې د استازيو د لږ كار له وجې له تصويبه پاتې شو.

افغانستان د طبيعي زيرمو بډاى هېواد دى، چې د امريكايي څېړوونكيو په وينا، د دې هېواد د طبيعي زيرمو ارزښت درې تريليون دالرو ته رسيږي؛ خو ناامني او د وړتياوو ټيټ والى هغه ستونزې دي، چې د دې زيرمو د سپړلو او كارونلو په وړاندې سترې ستونزې بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version