تازه خبرونه
ولسمشر په دوه ورځني سفر ایران ته روان شو
ولسمشر اشرف غني د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره د ايران پلازمېنې تهران ته روان شو.
له ارگڅخه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې د دغه دوه ورځني رسمي سفر په لړ کې به ولسمشرد ايران له ولسمشر حسن روحاني او د هغه هېواد له يو شمېر نورو چارواکو سره وگوري.
سرچينه زیاتوي،چې د دغه سفر په جريان کې به د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضورکې د افغانستان او ايران ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو لخوا لاس ليک شي. په خبرپاڼه کې راغلي،چې له ولسمشر سره په دې سفر کې د اجرائيه رياست دوه يم مرستيال حاجي محمد محقق، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د کانونو او پتروليم وزير داود شاه صبا، د کډوالو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې لوی ريس عبدالسلام رحيمي او ولسمشرۍ ماڼۍ وياند اجمل عبيد عابدي ملگرتيا کوي.