سیمه ییز خبرونه

ولسمشر کرزي خپل افغان بیسیم موبایل سیت د افغانستان ملي موزیم ته وسپاره

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ ماڼۍ د کدر او پرسونل رییس وایي، ولسمشر حامد کرزي په دې سیت د افغان بیسیم سیمکارت په کارولوپه لومړي ځل نړیواله مخابراتي اړیکه ټینگه کړې وه او دا گام یې په افغانستان کې د مخابراتي سیستم په رامنځته کیدو کې یو مهم او هېوادنیگام وباله.

شریف الله ویاند گزارش ورکوِ، چې دولس کاله وړاندې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر د افغان بیسیم مخابراتی شرکت له خدمتونو کارواخیست.

د ولسمشریز مانۍ د کدر او پرسونل رییس شجاع محمد امل د افغان بیسیم شرکت په سیت لومړنۍ تیلیفوني اړیکه ټينگول په افغانستان کې د مخابراتي سیستم په دودولو کې مهم بولي.

ښاغلی امل زیاتوي، ولسمشر حامدکرزی د افغان بیسیم شرکت له خوا د خدمتونو له وړاندې کولو رضایت لري؛ ځکه دا د افغانستان شرکت دی او د افغانانو له خوا جوړ شوی دی.

د افغانستان ملي موزیم مشر عمراخان مسعودي د ولسمشر له خوا د افغانستان ملی موزیم ته د دې ډالۍ سپارل له معنوي اړخه د ارزښت وړ بولي.

افغان بیسیم شرکت په افغانستان کې لومړنی او تر ټولو لوی مخابراتي شرکت دی، چې دولس کاله دمخه د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره رامنځته شو او وتوانید په ډېر لږ وخت کې د هېواد ټولې سیمې تر پوښښ لاندې راولي او افغانانو ته ترټولو مدرن مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.

اوسمهمال دا شرکت سربېره پر مخابراتي خدمتونو انترنتی خدمتونه هم لري او په څنگ کې یې د مایکرویف پیاوړي سیستم په واسطه په ۳۴ ولایتونو کې تر ټولو غوره مخابراتي پوښښ رامنځته کړی دی.

Trending

Exit mobile version