تازه خبرونه

ولسمشر غني که په واک کې پاتې کیږي، باید له نوماندۍ تېر شي- د ولسمشرۍ نوماندان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو دولس نوماندانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې ولسمشر غني که په واک کې پاتې کیږي باید له خپلې نوماندۍ تېر شي.

د غبرګولي لومړۍ نېټې ته د ګوتو پر شمېر ورځې پاتې دي؛ هغه نېټه، چې سیاستوال یې د واک د غزیدو پر سر له یو بل سره په ناندریو کې ښکېل کړي دي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا د یوې نوې طرحې په وړاندې کولو له ولسمشر غوښتي، چې په واک کې له پاتې کیدو او کاندیدۍ څخه یو غوره کړي.

د ولسمشرۍ نوماند شهاب حکیمي وایي، چې مونږ ټول نوماندان، سیاسیون او نور اړخونه باید د غبرګولي له لومړۍ وروسته پر یو سرپرست حکومت هوکړې ته ورسیږو.

که څه هم سترې محکمې د غبرګولي له لومړۍ وروسته په واک کې د ولسمشر پاتې کیدل قانوني ګڼلي؛ خو د ولسمشرۍ نوماندان دا یوه ستونزه ګڼي او د حل لپاره یې د ملګرو ملتونو او نور بهرنیو استازولیو سره اړیکې نیولي دي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عنایت الله حفیظ وایي، چې په دې اړه مو د ملګرو ملتونو له دفتر او نورو بنسټونو سره خبرې کړې دي.

یو شمېر حقوقپوهانو هم ويلي، چې د غبرګولي پر لومړۍ د ولسمشر د واک موده پای مومي او په واک کې د پاتې کیدو په اړه یې د سترې محکمې پرېکړه هم له قانون سره په ټکر کې ده.

دا، چې څوک به برلاسي ومومي حقوقپوه وحید فرزه یي په اړه وایي، چې د دغې طرحې لومړۍ ماده له اساسي قانون سره اړخ نه لګوي؛ خو دوه یمه ماده یې قانوني ده.

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وایي؛  له هرې هغې طرحې هرکلی کوو، چې په ټاکنیز کمپاین کې د دولتي امکاناتو د کاروني مخینوی کوي.

د اساسي قانون له مخې؛ د ولسمشر کاري موده د پېنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ولسمشریزو ټاکنو له تر سره کیدو وروسته پای مومي. د قانون له مخې ولسمشریزې ټاکنې باید د روان کال د وري پر یو دېرشمه تر سره شوې وای؛ خو د ستونزو له کبله دا ټاکنې پېنځه میاشتې وځنډيدې او په پام کې ده، چې د میزان پر شپږمه تر سره شي.

خبریال: شاهپورفرهمند

Trending

Exit mobile version