تازه خبرونه
ولسمشریزې ټاکنې به پرته له بایو متریک سیستم تر سره شي- د ټاکنو کمیسیون
د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو پرېکړه لیک آریانا نیوز ته رارسیدلی، چې د ټاکنو قانون د نولسمې مادې په دوه یم بند کې د نوي تکنالوژۍ پر کارولو ټینګار شوی، چې ټاکنو کمیسیون یې په ولسمشریزو ټاکنو کې نه تطبیقوي. یوازې د رایو ورکوونکیو د ثبت پر مهال بایومتریک تکنالوژي کارول کیږي؛ خو د رایو ورکولو پر مهال لدې تکنالوژي کار نه اخیستل کیږي.
ټاکنڅاري بنسټونه د دړغه پروګرام وړاندې کولو ته د شک پر سترګه ګوري.
د افغانستان د ټاکنو څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي، دغه پروګرام د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو لپاره وړاندې شوی دی.
د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید ټینګار کړی، چې کمیسیون د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره له بایومتریک تکنالوژۍله کارونې څخه لاس اخیستی دی.
ټاکل شوې وه، چې د را روانو ټاکنو لپاره د رایو ورکوونکیو د نوملیکنې لړۍ د پنجشنبې پر ورځ پیل شي، چې ونه شوه.
https://ariananews.af/wp-content/uploads/2019/05/فیصله-نامه.pdf