تازه خبرونه
ولسمشر غني نږدې ۹۰۰ طالب بندیان خوښې کوي
د افغانستان ولسمشر د اختر له لمانځه وروسته خبریالانو ته په نږدې راتلونکي کې د ۸۸۷ طالبانو له خوشې کولو خبر ورکړ.
ولسمشر محمد اشرف غنی د طالب زندانیانو په اړه دا هم په ډاګه کړه، چې نن راته د هېواد قاضي القضات وویل: د افغانستان د جزا قانون تعدیل شوی او ولسمشر واک لري، چې یو شمېر بندیان وبښي. د افغانستان خلک خبروم، چې ۸۸۷ طالب زندانیان به په نږدې راتلونکي کې خوشې شي.
دغه راز ولسمشر د سولې مشورتي جرګې د پرېکړه لیک له پلي کیدو هم خبرې وکړې او څرګنده کړې یې ده، چې دغې جرګې دولت ته د عمل پلان وړاندې کړی. اوس د دولت کار دی، چې د پرېکړه لیک پر پلي کولو کار پیل کړي.
ولسمشر وایي، چې د پاکستان د لوموي وزیر بلنه منل شوې او د چنګاښ پر شپږمه به ورسره وګورم. مونږ او هغوی به پر څلورو موضوعګانو بشپړې خبرې وکړو، چې ناسته مو عملي پایلې ومومي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د سولې مشورتې جرګې پرېکړې رد کړې او طالب مشر په خپل اختریز پیغام کې پر جګړه ټینګار څرګند کړی دی.