تازه خبرونه

ولسمشرغني په پاکستان کې پر سوله، سوداګرۍ او امنیت خبرې کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیرعمران خان دوه په دوه پر سولې او امنیت خبرې کړې دي.

پاکستان ته د ځینو سیاسي څېرو له سفر ۵ ورځې او له څلورکلن ځنډ وروسته ولسمشر اشرف غني د اسلام آباد پر فرش شوي سور فرش پښې کیښودي. داسې ښکاري، چې غني پاکستان ته تګ نه غوښته؛ ځکه د هغه هېواد د بهرنیو چاروله وزیر سره یې په کتنه کې مخکې لدې، چې له لومړي وزیر عمران خان سره وویني وویل، دی د مشورتي لویې جرګې د غړیو او خپلو خلکو په غوښتنه پاکستان ته راغی، چې د کابل – اسلام آباد اړیکې بېرته روغې شي.

پاکستانيو رسنیو ویلي؛ سیاسي، سوداګریز او اقتصادي مسایل د دوه اړخیزې لیدنې د اجنډا برخې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د ولسمشر د سفر د اجنډا مسایل د دوه اړخیزو اړیکو ښه والی، د سولې په ټینګښت کې همکاري او سوداګریزې چارې دي.  

ولسمشرۍ ماڼۍ څرګنده کړې، چې ولسشمر غني له پاکستان څخه د سیمه ییز اتصال په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې او هیله لري چې پاکستان داځل مثبت رول ولوبوي.

د حزب اسلامي متحد افغانستان مشر وحیدالله سباوون ویلي، چې د اشرف غني د سفر پرېکړې به ونه منل شي؛ ځکه اوس یې قانوني وخت ندی.          

اسلام آباد ته د ولسمشر غني د سفر څنډې او د پاکستانيو چارواکو چلند په کابل کې جنجالي کیږي؛ ځکه، چې د ولسمشر غني هرکلي ته د پاکستان د لومړي وزیر یو سلاکار ورغلی و.

په پاکستان کې پخواني دیپلومات احمد سعیدي ویلي، چې په هوایي ډګر کې اشرف غني ته تود ښه راغلاس ونه ویل شو او دا کار ښيي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې هیڅ راز بدلون ندی راغلی.

د افغانستان اسلامي نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني ویلي، چې پاکستان کولی شي هغه طالبان له افغانانو سره د سولې خبرو ته کینوي، چې تر اوسه حاضر شوي ندي  له افغان حکومت سره وویني.

ولسمشر د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه هغه هېواد ته په دوه ورځني سفر تللی،  چې ورسره په دې سفر کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د کورنیو چارو او مالیې وزارتونو چارسمبالي او د ملي امنیت لوی رییس ملتیا کوي.

افغان ولسمشر دغه راز په دې سفر کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره هم لیدلي دي او د دغې لیدنې پرمهال، اشرف غني ويلي، چې په دې سفر کې د سولې مشورتي جرګې د غړیو له سپارښتنې سره سم د دواړو هېوادونو اړيکو ته به وده ورکړي.

اشرف غني تمه لري، چې لاهور ته هم سفر وکړي او په هغې سوداګریزې غونډې کې به برخه واخلي، چې د دواړو هېوادونو استازي په کې ګډون کوي.

په دې وروستیو کې، پاکستان د افغان سیاستوالو کوربه هم و او د لاهور ښار په مري کې یې د افغانستان  د سولې پر بهیر او له طالبانو سره د پخلاینې په اړه خبرې اترې کړې دي.

Trending

Exit mobile version