تازه خبرونه

ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد نیمایی خاوره طالبانو ته سپارلې- احمد ضیا مسعود

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

احمد ضیا مسعود ادعا کوي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد نیمایی خاوره طالبانو ته سپارلې او ورځنۍ بوختیا یې په شمال ولایتونو کې د ناامنیو د پېښو را منځته کول دي.

د غویی اتمه یا د مجاهدینو د بریالیتوب د پېنځه ویشتمې کلیزې نمانځغونډه، چې په پلازمېنه کابل کې کوړه شوې وه؛ بشپړه سیاسي بڼه یې  لرله او  مړ دې وې ولسمشر شعارونه په کې راپورته شول.

د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود په دې ناسته کې ویلي،ِ چي د ولسمشر لخوا د داعش او طالبانو پروژه پلې کیږي او هم یې د طالبانو نفوذي کسان په پوځي او ملکي جوړښتونو کې ځای پر ځای کړي دي.

 د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی ولسمشر غني  هره ورځ د سلګونه سرتېرو پر وژلو تورنوي او هغه ته د ناروغ او رواني سړي خطاب هم کوي.

احمد ضیا مسعود له محمد اشرف غني سره دوه نیم کاله پر یوه دسترخوان ډوډۍ وخوړله؛ خو اوس ولسمشر انتصابي، رواني او ناروغ بولي او د هغه شاوخوا کسان لاسپوڅي،  پلورل شوي او غله  ګڼي.

هغه د اشرف غني حکومت د حفیظ الله امین له حکومت سره پرتله کړ او وایي، دواړو حکومتونو دیکتاتورۍ ته وده ورکړه؛ له ملي او نړیوالو هوکړو، تړونونو او ټینګارونو سره هم نا اشنا ګڼل کیږي.  

ضیا مسعود یو ګام وړاندې ځي او حکومت په افغانستان کې د داعش د پروژې تطبیق کوونکی بولي او وایي، چې حکومت په هېواد کې په لوی لاس غواړي، چې امریکا او روسیه وجنګوي.

احمد ضیا مسعود په دې بښنه غواړي، چې له یوې مودې یې د ولسمشر ملګرتیا کړې وه او ده ته ورکړشوې رایې یې د اشرف غني په ګټه وکارولې.

هغه په بشپړ ډاډ د غونډې برخوالو ته وویل، چې حکومت نه مشروعیت لري او نه یې درلوده.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د ولسمشر د ګوښه کولو لپاره هڅې چټکې کړي، چې یو انتقالي حکومت ته زمینه برابره شي.  

احمدضیا مسعود دغه راز په ډاګه کړې، چې حکومت د جنرال دوستم د ترور طرحه هم تر لاس لاندې لري.

دوستم او د ملي کنګرې ګوند هم د احمد ضیا مسعود له دې دریځ سره ملګري شوي دي.

د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، محمد اشرف غني د خلکو منتخب ولسمشر دی او د خپلو صلاحیتونو له مخې، چې په اساسي قانون کې راغلي دنده تر سره کوي.

د ښاغلي مسعود په اند حکومت د سقوط په درشل کې دی، چې خپله یې د طالبانو په لاس سقوط ته لار هواره کړې ده.

د ښاغلي مسعود په وینا؛ په ارګ کې له یوې کړۍ پرته نه عبدالله عبدالله، نه هم جنرال دوستم او نه هم بل کس  په حکومت کې واک  لري.

احمد ضیا مسعود د ۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني په ملاتړ ودریده او  د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په لومړیو کې د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکل شو؛ خو څو ورځې مخکې د ولسمشر په فرمان له دندې لیرې شو.

خبریال:باعث حیات

Trending

Exit mobile version