تازه خبرونه
ولسمشرۍ ماڼۍ د ملکي تلفاتو د مخنیوي یو بل امر کړی
د سولې له خبرو سره جوخت په روانه جګړه کې د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوې؛ افغان او بهرني ځواکونه پرملکي تلفاتو تورن شوي دي.
د لوګر ولایت اوسیدونکي ادعا کوي، چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ولسي وګړي وژل شوي دي.
دغه راز د کابل په مسهي ولسوالۍ کې خلکو اعتراض کړی او د هغه څه له کبله یې خپل غږ پورته کړی، چې په وینا یې افغان ځواکونه یې پر کورونو ور ننوتي او ملیکان یې وژلي دي.
دوی ویلي، که د ملکي وګړیو د تلفاتو مخه ونه نیول شي؛ په ملي بهیرونو او په ځانګړي توګه په ټاکنو کې به ګډون ونکړي.
اجرائيه رییس هم مني، چې د تېرکال په پرتله سږ کال په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله ویلي؛ په خواشینۍ، چې د ملکي وګړیو تلفات ډېر شوي او ګزارشونه ښي، چې د تېرکال په پرتله سږ کال په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده. دا بنسټیزه ده او هغه خلک، چې د دولت او نظام ساتونکي دي داسې یو وضعیت پرې تحمیل شوی، چې مخنیوی یې باید د دولت په لومړیتوبونو کې وي.
داسې راپووونه تر لاسه کیږي، چې د افغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې زیاتره وخت ولسي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوړي.
ارګ د ملکي تلفاتو په اړه د هر ډول ادعاوو پر څېړلو ټینګار کړی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه په یوه خبرې ناسته کې څرګنده کړه؛ بیا هم د ولسمشر امر تکراروم؛ له امنیتي او دفاعي ځواکونو غواړم په هغو سیمو کې، چې ملکي وګړي وي، باید عملیات ونکړي.
له دې مخکې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو لخوا د ولسي وګړیو وژنې ګڼ غبرګونونه را پارولي وه.
خبریال: باعث حیات