تازه خبرونه
ولسمشرۍ ټاکنې، د سولې شرط دی-اشرف غني
د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني د امریکا او طالبانو د مذاکراتو له دریدو وروسته خپلو پلویانو ته څرګنده کړه، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د سولې شرط دی او له همدې کبله د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د جګړو د پای لپاره اساسي مشوري پیلیږي.
ښاغلی اشرف غني په حکومت کې د طالبانو د مشارکت او راګډیدو غوښتونکی دی؛ خو اجرائیه ریاست ته ورته نه؛ ځکه، چې د ملي وحدت حکومت د کورنیو جګړو د مخنیوي لپاره رامنځته شو.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امر الله صالح وایي؛ خلکو ته ښکاره شوه، چې مونږ د سولې مخه نده نیولې او نه یې خنډ شوي یو. مونږ نه غوښتل او نه غواړو، چې د افغانستان د پلورلو په بدل کې یوه جعلي سوله تر لاسه کړو.
د احمدزي قوم زرګونو وګړیو په یوې ناسته کې د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ملاتړ وکړ.
د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې، چې له طالبانو سره د سولې خبرې دریدلي؛ اوس تر بل هر وخت ډېر د ولسمشرۍ ټاکنو د تر سره کیدو شونتیا زیاته شوې او کمپاینونه یې هم ښه روان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکنڅاري بنسټونه ناامني د ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ او د درغلیو د رامنځته کیدو لوی لامل بولي.