تازه خبرونه

ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې لاسوهنه کوي- د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ولسمشرۍ ماڼۍ تورنوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په چارو کې لاسوهنه کوي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یوې خبري ناستې ته څرګنده کړې، چې حکومت هڅه کوي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې لاسوهنه وکړي.

دوی وایي؛ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې بنسټ پر درغليو ولاړ دی. داسې معلومات شته، چې دولت جوړوونکې ډله غواړي په هره بیه ځان واک ته ورسوي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د غړي علي احمد عثماني وایي: مونږ د دې لیدونکي یو، چې دا ډله د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې لاسوهنه کوي، دولتي امکانات د ځان په ګټه کاروي او دغه ډله د ټاکنو اصولو ته هم ژمنه نده؛ په ۱۳۹۳ او د تېر کال د ملي شورا ټاکنې یې ښکاره بېلګې دي.

دی وایي، حتی پر کانونو له بهرنیانو سره د معاملو هڅه کیږي او ان د ټاکنو له خپلواک کمیسیون او ټاکنڅارو څخه د بې پرې او رڼو ټاکنو تر سره کیدل غواړي.

هغه خبرداری ورکوي؛ که  را روانې ټاکنې د  ۹۳ کال د ټاکنو په څېر وي، دوی ته د منلو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په کمیسیون کې ټولې ګمارنې د معاملو په بنسټ دي او د درغلیو په صورت کې به دوی غلي پاتې نشي.

ټاکنیز کمیسیونونه دا ادعاوې ردوي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي محمد قاسم الیاسي په خپلو چارو کې د حکومت د لاسوهنې په تړاو دا څرګندونې ردوي او وایي، که له چا سره اسناد وي؛ کولی شي له دوی سره یې شریک کړي، چې وڅېړل شي.

نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې مونږ د اوسه د دولت لاسوهنې ندي لیدلي. دا سمه ده، چې د بودجې او امنیت بحثونه رامنځته کیږي او دا هغه څه ندي، چې د خپلو اړتیاوو په اړه اړیکې ولرو.

ټاکنو خپلواک کمیسیون هم وایي، چې چارو کي خپلواک دي او هر څوک، چې ادعاوې کوي؛ باید اسناد وړاندې کړي.

خبریال: ادریس قادري

Trending

Exit mobile version